د سري لنکا د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې د فبرورۍ پر ۱۴مه د کینډي ښار په پالېکلې لوبغالي کې پچه وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.
د افغانستان ټول لوبغاړي په ۴۹م اوور کې په ۲۶۶ منډو وسوځېدل. د هغې لوبډلې رحمت شاه ۶۵، عظمت الله عمرزي ۵۴، رحمان الله ګربز ۴۸ او اکرام عليخېل ۳۲ منډې وکړې.
د سري لنکا پرمود مدوشان درې او اسیتا فرنانډو، دونېت وېلالګې او اکیلا دننجایا دوه، دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د سري لنکا بیټرانو ښه لوبه پیل کړه او چې مجموعي منډې یې ۱۷۳ ته ورسولې نو اوېشکا فرنانډو په ۹۰ منډو وسوځېد.
د سري لنکا لوبډلې د ۲۶۷ منډو ټاکلی هدف په ۳۶م اوور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. پتوم نېسانکا ۱۱۸ او کوشال مینډېس ۴۰ منډې وکړې. د افغانستان قیس احمد دوه او محمد نبي یوه وېکټه واخیسته.
دا په داسې حال کې ده چې کوربه سري لنکا د فبرورۍ پر نهمه او ۱۱مه د لومړیو دوو سیالیو په ګټلو لوبلړۍ په خپل نوم کړې وه.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ د درو ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ د فبرورۍ پر ۱۷مه پیل شي.