د پاکستان د ۳ ښارونو په ځینو برخو کې انتخابات شوي دي

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات وشول.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د یوې حلقې په ګډون د خیبر پښتونخوا او سیند د دوو صوبايي حلقو پر ځینو پولېنګ سټېشنونو د رایې کارولو بهیر بشپړ شوی دی

د انتخاباتي کمېشن په وینا، د ووټ اچولو عمل د فبرورۍ پر ۱۵مه سهار اته بجې پیل شو چې بې له ځنډه د مازیګر تر پینځو پورې روان وو؟

کمېشن ویلي دي چې د فبرورۍ پر اتمه وسلوالو د خیبر پښتونخوا د کواټ د ادم خېلو درې د ۹۰مې حلقې د ۱۵ پولېنګ سټېشنونونو انتخاباتي پرچې او نور مواد زیانمن کړي ول نو ځکه یې هلته بیا انتخابات وکړل.

له دې پرته د پنجاب د خوشاب سیمې د قامي اسمبلۍ د ۸۸مې حلقې او د سیند د ګوټکي سیمې د ۱۸مې صوبايي حلقې د رایې اچونې په ځینو مرکزونو کې هم ورته پېښې شوې وې، چې له وجې یې هلته ټاکنې له سره وشوې.

کمېشن وايي چې د هغو حلقو غیر حتمي نتیجې هم د فبرورۍ پر ۱۵مه اعلانوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د فبرورۍ پر ۱۳مه په یو بل بیان کې ویلي ول چې د فبرورۍ پر اتمه د ناامنۍ له وجې د خیبر پښتونخوا د ټانک او ډېره اسماعیل خان د قامي اسمبلۍ د ۴۳مې حلقې د څوکۍ ډکولو لپاره په ځينو پولېنګ سټېشنونو کې ټاکنې نه وې شوې، نو ځکه یې هلته د فبرورۍ پر ۱۷مه د انتخاباتو کولو پرېکړه کړې ده.

د فبرورۍ پر اتمه په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې په دوو جلا، جلا بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول. د هغو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.