د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې کوټه ګلیډیېټرز پېښور زلمي ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړې ده.
د فبرورۍ پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې د کوټه ګلیډیېټرز او پېښور زلمي ترمینځ لومړۍ سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر دوو او د کابل پر یوه نیمه بجه پیل شوه چې پچه یې د پېښور لوبډلې وګټله او د توپ ویشتنې یا بالېنګ پرېکړه یې وکړه.
د کوټه ګلیډیېټرز لوبغاړو ښه توپوهنه وکړه او چې مجموعي منډې یې تر ۱۵۷ ورسولې نو سعود شکیل په ۷۴ منډو وسوځېد. هغې لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوروونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۶ منډې وکړې. جېسن رایې ۷۵ او شېرفین ردرفورډ ۲۰ منډې وکړې. د پېښور زلمي سلمان ارشاد درې او محمد ذیشان او لوک ووډ یوه، یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې پېښور زلمي ښه توپوهنه پیل کړه او چې مجموعي منډې یې ۹۱ ته ورسولې نو صایم ایوب په ۴۲ منډو وسوځېد. تر دې وروسته محمد حارث ژر وسوځېد خو ټام کوهلر-کیډمور له بابر اعظم سره بیټېنګ ته دوام ورکړ. اعظم ۶۸ او کیډمور ۱۸ منډې وکړې. پېښور زلمي په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۰ منډې وکړای شوې او خپله لومړۍ سیالي یې وبایلله.
د کوټه ګلیډیېټرز ابرار احمد دوه او محمد عامر، عقیل حسین او محمد وسیم یوه، یوه وېکټه واخیسته.
د فبرورۍ پر ۱۸مه دویمه سیالي د ملتان په کرکټ لوبغالي کې د ملتان سلطانز او کراچۍ کېنګز لوبه د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې کراچۍ کېنګز وګټله خو لومړی یې د بالېنګ پرېکړه وکړه.
تر دې یوه ورځ مخکې اسلام اباد یونایټېډ د پي اېس اېل د نهم پړاو په لومړۍ سیالۍ کې لاهور قلندرز ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې اسلام اباد یونایټېډ پچه وګټله او د توپ اچونې یا بالېنګ پرېکړه یې وکړه. هغې لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په زیان ۱۹۵ منډې وکړې. اسلام اباد یونایټېډ ټاکلی هدف په ۱۹م اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۱۹مه لاهور قلندرز او کوټه ګلیډيېټرز لوبډلې یو بل ته مخامخې شي.
د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.
لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه.