نن د افغانستان او سري لنکا ترمینځ د ۲۰ اووره کرکټ دویمه سیالي کېږي

د سري لنکا بیټر د فبرورۍ پر ۱۷مه په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې توپ وهي.

د افغانستان او سري لنکا لوبډلې د درو ۲۰ اووره کرکټ سیالیو په دویمه لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

ټاکل شوې چې د سري لنکا دمبولا ښار په لوبغالي کې د فبرورۍ ۱۹مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د کابل پر شپږو بجو پیل شي.

کوربه لوبډلې د فبرورۍ پر ۱۷مه په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې افغانستان ته په څلورو منډو ماتې ورکړه. په هغه لوبه کې لومړی بیټېنګ سري لنکا وکړ او ټوله لوبډله یې په ۱۹ اوورونو کې په ۱۶۰ منډو وسوځېده. په ځواب کې افغان لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړای شوې.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ وروستۍ سیالي د فبرورۍ پر ۲۱مه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې سري لنکا تر دې مخکې له افغانستانه یو ټېسټ او درې یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې دي.

په ۲۰ اووره سياليو کې د افغان لوبډلې مشري ابراهيم ځدراڼ کوي. په دې سياليو کې د افغانستان دوه ورو توپ اچوونکي راشد خان او مجيب ځدران ګډون نه کوي.