رینا امیري: د دوحې غونډې ثابته کړه چې نړیوال د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي

رینا امیري (له ښي لورۍ لومړۍ) په دوحه کې یوې غونډې ته د وینا په مهال - د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر۱۰مې انځور.

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي، د دوحې ناستې روښانه کړه چې نړیواله ټولنه د افغانانو د اقتصادي ودې، امنیت او د حقونو د درناوي د هلو ځلو په ملاتړ کې یو موټې او ژمنه ده.

رینا امیري د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اېکس لیکلي دي چې د افغانستان د مدني ټولنې استازو په یوه خوله وویل چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د امنیتي حالاتو په ارزونه کې د افغان ښځو خراب حالت او د افغانستان په اړه په بحثونو کې د ښځو او مدني ټولنې د ګډون ارزښت ته پام وکړي.

په دوحه کې د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹مه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه غونډه شوې وه چې پکې د شاوخوا ۲۸ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو.

په ناسته کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو دوی د خپلو شرطونو د نه منل کېدو له امله په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

دا په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه دویمه غونډه وه. تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې شوې غونډې ته د طالبانو حکومت استازي نه وو وربلل شوي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم او کار بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.