غربي هېوادونو د روسیې ضد جګړه کې د اوکراین ملاتړ ته د دوام ورکولو ژمنه کړې ده

زېلېنسکي (له ښي خوا دویم) د فبرورۍ پر ۲۴مه د جي اووه ټولنې له مشرانو سره د ویډیویي کنفرانس په مهال.

د نړۍ د اووه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي - اووه) ژمنه کړې چې تر هغو چې اړتیا وي، د روسيې پرضد په جګړه کې د اوکراین ملاتړ کوي.

د ټولنې مشرانو د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسيې د یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت له اوکرایني ولسمشر وولودیمير زېلېنسکي سره د ويډیويي کنفرانس له لارې په خبرو کې وويل چې داسې لارې لټوي چې مسکو مجبوره کړي چې د يرغل له کبله هغه هېواد ته د رسېدلي زیان تاوان ورکړي.

ټولنې په بیان کې ويلي، په داسې حال کې چې د اوکراین ظالمانه جنګ درېیم کال ته داخلېږي نو چې تر هغو چې جګړه روانه وي د هغه هېواد خلک او حکومت پر جي - اووه د ملګرتيا باور کولای شي.

زېلېنسکي د کاناډا، فرانسې، برېتانيا، جرمني، اټالیا، جاپان او امريکا مشرانو ته وويل چې خبر دی چې اوکراین د خپل فضايي حریم د خونديتوب او د ځمکني پوځ د پیاوړتيا لپاره څه ته اړتيا لري.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولي دي.

له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې زرګونه سرتېري وژل شوي دي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.