افغانستان د ايرلينډ پر وړاندې د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۵ منډې وکړې

د فبرورۍ پر ۲۸مه افغان توپ اچوونکی نويد ځدراڼ د ټېسټ لوبۍ پر مهال د ايرلينډ توپ وهونکو ته بالينګ کوي.

د افغانستان او ايرلينډ کرکټ ملي لوبډلو د فبرورۍ پر ۲۸مه ټېسټ يا پينځه ورځنۍ سيالۍ پيل کړې ده.

د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې سيالي د کابل پر وخت سهار ۱۰:۳۰ او د پېښور پر وخت ۱۱ بجې پيل شوه.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د ایرلينډ پر وړاندې د هغې یوازېنۍ ټېسټ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان لوبډلې لوبه د سيالۍ له پيله ډېره خوندور نه وه او لوبغاړي يې يو په بل پسې سوځېدل. رحمت شاه، نجات مسعود او ظاهر خان په صفر وسوځېدل او د ابراهيم ځدراڼ او کريم جنت پرته نورو لوبغاړو کې يوه هم په يوازې سر تر ۲۰ زياتې منډې ونه کړې.

د ابراهيم ځدراڼ ۵۳ او د کريم جنت د ۴۱ منډو په ملتيا افغان لوبډلې د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۵منډې وکړې.

د ايرلينډ توپ اچوونکي مارک اډېر د افغانستان پينځه لوبغاړي وسوځول.

د لومړۍ پاڼۍ په دويمه برخه کې د ايرلينډ لوبغاړو د ورځې تر پايه ۱۰۰ منډې وکړې او څلور لوبغاړي يې وسوځېدل.

د افغانستان نويد ځدراڼ او ضياالرحمان د اير لينډ دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي چې تر ټېسټ وروسته به افغان لوبډله له ايرلينډ سره درې ۵۰ اووره يا يو ورځنۍ او درې ۲۰ اووره سيالۍ هم وکړي.

د دواړو لوبډلو ترمينځ يو ورځنۍ سيالۍ د مارچ پر اوومه، نهمه او ۱۲مه په شارجه کې کېږي. وروسته به د مارچ پر ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۸مه درې ۲۰ اووره سيالۍ هم په شارجه کې وشي.

د افغانستان د لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي او د ايرلينډ د لوبډلي مشر بيا اېنډريو بالبېرني دی.

افغانستان تر دې وړاندې په وروستيو کې له سري لنکا سره پر یوې ټېسټ لوبې سربېره درې یو ورځنۍ يا ۵۰ اووره او درې ۲۰ اووره سیالۍ وکړې چې درېواړه لوبلړۍ یې سري لنکا وګټلې.