د کرکټ مینه وال: د پي اېس اېل سیالۍ دې پېښور او کوټه کې هم وشي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالۍ روانې دي چې پکې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې پکې نړیوال لوبغاړي هم شته. هغه سیالۍ د پنجاب په درو او د سیند په مرکز کراچۍ کې کېږي. د لاهور له قذافي لوبغالي بهر د کرکټ ځینو پښتنو مینه والو د فبرورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وال غوښتنه وکړه چې په پېښور او کوټه کې دې هم سیالۍ وشي. ویډیو وګورئ.