د فبرورۍ ۱۰مې پېښه کې د اېن ډي اېم یو ژوبل غړي سا ورکړه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د فبرورۍ پر ۱۰مه په شمالي وزیرستان کې په ډزو کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) ژوبل شوی غړی یوسف داوړ ومړ او د فبرورۍ پر ۲۹مه د میرامشا په درپه خېلو کې خاورو ته سپارل شوی دی. اېن ډي اېم وايي چې د ګوند مشر محسن داوړ او ملګرو یې د فبرورۍ پر ۱۰مه د قامي اسمبلۍ د څوکۍ د انتخاباتو د نتیجو بدلولو پرضد احتجاج کاوه چې امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې. ګوند وايي چې په پېښه کې یې درې غړي ووژل شول او د داوړ په ګډون ۱۵ تنه ژوبل شول چې ورڅخه یې یوسف داوړ شاوخوا درې اوونۍ وروسته سا ورکړه. د شمالي وزیرستان انتظامیې او امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه ول ویلي، خو د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ تر پېښې دوه ورځې وروسته دعوه وکړه چې داوړ او ملګري یې له وسلو سره په میرامشا کې د انتخاباتي افسر دفتر ته داخلېدل چې له سرتېرو سره یې نښته وشوه چې پکې پولیسو ته هم مرګژوبله واوښته. البته د شمالي وزيرستان په درپه خېلو کې یو پولیس چارواکي سید جلال د فبرورۍ پر ۱۳مه د اېن ډي اېم احتجاجي غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې د پولیسو هېڅ سرتېري ته مرګژوبله نه وه اوښتې. د درپه خېلو اوسېدونکو د فبرورۍ پر ۲۹مه د داوړ تر جنازې وروسته احتجاج کړی او ملي جمهوري غورځنګ درې ورځنی ویر اعلان کړی دی. د پاکستان انتخاباتي کمېشن او نګران حکومت وايي چې د فبرورۍ اتمې ټولټاکنې شفافې، بې پرې او عادلانه وې. ویډیويي رپورټ.