امریکا وایي اسراییل د اوربند وړاندیز منلو ته نېږدی شوی دی

د مارچ پر دویمه د غزې په جنوب کې د کډوالو پر کیمپ د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته له سیمې لوګي پورته کېږي.

امریکا وايي، اسرییل په بنیادي ډول په غزې تړانګه کې د اوربند پر وړاندیز شوي چوکاټ او د یرغملو کسانو د خوشې کولو پر موافقې سلا شوی دی او اوس دا په حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پورې اړه لري چې و یې مني.

دا خبره د مارچ پر دویمه ناوخته د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړي چارواکي، د ټاکلیو اصولو له مخې، د نوم نه ښوولو په شرط له خبریالانو سره په خبرو کې کړې ده.

هغه ویلي، اسراییلیو دا وړاندیز تقریباً منلی دی چې په غزه کې تر شپږو اوونیو یا یوې نیمې میاشتې اوربند وشي او حماس هغه یرغمل کړي کسان خوشې کړي چې له خطر سره مخامخ ګڼل کېږي.

دې چارواکي زیاته کړې چې په یرغمل شویو کې ناروغان، ټپیان، مشران او ښځې شاملې دي.

اسوشیېټېډ پرېس اژانس لیکي چې د اسراییلو او حماس چارواکو تر اوسه په دې اړه د تبصرې کولو خواست ته ځواب نه دی ویلی.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې یې د اسراییل خوا او شا ۱،۲۰۰ وګړي ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۰،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.