د خيبر پښتونخوا حکومت د صحت کارډ بحالولو اعلان کړی دی

د پېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې نرسه د ناروغ د درملنې په مهال ـ انځور له ارشیفه.

د خيبر پښتونخوا حکومت ویلي دي چې په صوبه کې د روژې له مياشتي، صحت کارډ بحالوي او د بې وزلو سره نغدې مرستې پیلوي.

د مارچ پر اتمه د خیبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډه پور په مشرۍ کابینې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د صحت کارډ ترڅنګ د احساس پروګرام لاندې بې وزلو کورنيو ته پیسې ورکوي.

د کابيني تر غونډې وروسته اعلا وزير خبري غونډي ته وويل چې که څه هم صوبه له مالي ستونزو سره مخامخ ده خو ولس ته سهولتونه ورکوي. اعلا وزير په خپله وينا کې له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د خیبر پښتونخوا ورپورې پیسې دې ورکړي.

د صحت کارډ ادارې ترمخه، په خیبر پښتونخوا کې ۷۲ لکه کورنیو په صحت کارډ تر ۱۰ لکو روپیو پورې وړیا علاج کولی شي او په هغه پروګرام هر کال ۱۸ اربه روپۍ خرڅ راځي.

صحت کارډ پروګرام په ۲۰۱۴ز کال کې د تحریک انصاف په مشرۍ پخواني حکومت پیل کړی وو، خو وخت په وخت د مالي بحران له کبله له چیلېنجونو سره مخامخ شوی دی.

په وروستي ځل په د ۲۰۲۳ په سېپتېمبر کې نګران حکومت په خیبر پښتونخوا کې په صحت کارډ د خلکو د وړیا روغتیايي خدماتو بهیر محدودو کړ. په هغه وخت کې حکومت دريځ لرلو چې صوبه له مالي ستونزو سره مخامخ ده ځکه يې دا پرېکړه وکړه.