د پاکستان نوی ولسمشر اصف علي زرداري څوک دی؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مارچ پر نهمه پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري په دویم ځل ولسمشر منتخب شو او د مارچ پر ۱۰مه یې د دندې لوړه وکړه. نوموړي د مارچ پر نهمه د خپل ګوند، مسلم لیګ (ن) او ځینو نور حکومت پلوه اېتلافي ګوندونو په ملاتړ د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل نوماند او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ته ماته ورکړه. موږ د رویټرز خبري اژانس د ویډیو پر اساس د اصف علي زرداري ژوند او سیاست ته لنډه کتنه کړې ده