لاهور کې ځینې خلک ولې مارغانو ته غوښه اچوي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د لاهور اوسېدونکي وايي چې هلته ځینې کسان د سړکونو غاړو ته بېلابېلو مارغانو (مرغانو) ته خیراتي غوښه اچوي چې له وجې یې د هغوی شمېر زیات شوی دی او د خلکو ستونزې یې زیاتې کړې دي. د هغه ښار د سړکونو غاړو ته ولاړ کسان په پلاستیکي کڅوړو یا لفافو کې غوښه خرڅوي او اخیستونکي یې بیا د خیرات په توګه مارغانو ته اچوي. دیني عالمان وايي شریعت د دې ډول کارونو اجازه نه ورکوي. د ښار اوسېدونکي وايي چې هغه مارغان ټیټ پرواز کوي چې د ټرافیکي پېښو سبب کېږي. کارپوهان هم د دې خطر یادونه کوي او وايي چې د لویو مارغانو له زیاتېدو سره د وړو مرغیو شمېر کمېږي. خو خلک ولې هغو مارغانو ته غوښه اچوي؟ د دې پوښتنې ځواب لپاره ویډیويي رپورټ وګورئ.