په افغانستان، سعودي عرب او ځينو نورو اسلامي هېوادونو کې د مارچ پر ۱۱مه د روژې لومړۍ ورځ ده.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې د مارچ پر ۱۰مه شپې ناوخته اعلان وکړ چې د روژې میاشت لیدل شوې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد شپې ناوخته پر اېکس ټولو وګړو ته د سترې محکمې د پرېکړې او د میاشت لیدو خبر ورکړی دی.
#عاجل:د سترې محکمې د پریکړې له مخې نن شپه ناوخته شاهدان تیر شول چې د رمضان مبارک میاشت را بره شوې ده.په همدې اساس سبا ورځ دوشنبه په افغانستان کې د روژې مبارکې لومړۍ ورځ ده، ټول هېوادوال دې خبر وي.
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) March 10, 2024
اخوا په پاکستان کې د میاشت لیدو یا رویت هلال سرکاري کمېټۍ د مارچ پر ۱۱مه غونډه کوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د نړۍ مسلمانانو ته د روژې میاشتې مبارکي ویلې ده.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه کښلي چې دی او مېرمن یې جېل بایډن د روژې په مناسبت د امریکا او درستې نړۍ مسلمانانو ته ښې هیلې څرګندوي.
Tonight – as the new crescent moon marks the beginning of the Islamic holy month of Ramadan – Jill and I extend our best wishes and prayers to Muslims across our country and around the world. pic.twitter.com/oLC4Rmq0mA
— President Biden (@POTUS) March 11, 2024
له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د مارچ ۱۱مې پر سهار پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ټولو افغانانو ته د روژې د مبارکې میاشتې د پیلېدو مبارکي وايي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت د روژې په میاشت کې خلکو ته په ارزانه بیه د شيانو ورکولو لپاره د ۱۲ اربه روپیو بېلولو اعلان کړی دی.
وزيراعظم شهباز شريف د مارچ پر ۱۰مه، په يو بیان کې وويل چې په هغو پيسو به د ملک په بېلابېلو برخو کې په حکومتي لویو دکانونو (یوټېلېټي سټورز) کې خوراکي توکي اېښوول کېږي چې خلک یې په کمه بیه اخیستلی شي.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امين ګنډه پور هم د مارچ پر ۱۰مه له ۸،۵۰۰ غریبو کورنیو سره د مرستو لپاره هر یوې ته د ۱۰،۰۰۰ روپیو ورکولو اعلان کړی دی.