پي اېس اېل: نن د ملتان سلطانز او کوټه ګلېډيېټرز ترمينځ سيالي کېږي

د مارچ پر ۱۱ پېښور زلمي کراچۍ کېنګز لوبډلې ته په دوه منډو ماتې ورکړه. انځور له ارشيفه

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې نن ملتان سلطانز او کوټه ګلېډيېټرز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د مارچ پر ۱۲مه د کراچۍ په لوبغالي کې دا سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر نهو او د کابل پر اته نیمو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د مارچ پر ۱۱ پېښور زلمي کراچۍ کېنګز لوبډلې ته په دوه منډو ماتې ورکړه.

په هغه لوبه کې پېښور زلمي لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکليو ۲۰ اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې وکړې.

په ځواب کې کراچي کېنګز په ټاکليو ۲۰ اورونو کې د پينځو لوبغاړو په زيان ۱۴۵ منډې وکړې او لوبه يې بايله.

د پاکستان سوپر لیګ د نهم پړاو په سیالیو کې پېښور زلمي په ۱۳ نومرو یا پواینټونو پر لومړي مقام، ملتان سلطانز په ۱۲ پواينټونو پر دويم، اسلام اباد یونایټېد په ۱۱ پواینټونو او د منډو لوړ وروستي تناسب له وجې پر درېيم او کوټه ګلیډیېټرز هم په ۱۱ پواینټونو او د منډو د کم وروستي تناسب له وجې پر څلورم ځای ده.

تر دې وروسته پینځم مقام د کراچۍ کېنګز دی او د ۲۰۲۳ز کال د اتم پړاو اتله لوبډله لاهور قلندرز پر شپږم مقام ده.

د لاهور لوبډلې تر اوسه ۱۰ سیالۍ کړې دي چې ورڅخه یې یوه ګټلې، یوه لوبه د باران له وجې بې نتیجې پاتې شوې وه او پاتې اته واړه یې بایللې دي.

ټاکل شوې چې د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ پایلوبه د مارچ پر ۱۸مه وشي.