د کراچۍ سمندرګي کې له ډوبې شوې کښتۍ د ۱۰ کب نیوونکو مړي موندل شوي دي

د کراچۍ په سمندرګي (عرب سمندرګي) کې کب نیوونکي په ژورو اوبو کې کبان نیسي ـ انځور له ارشیفه

د پاکستان د سیند صوبې چارواکي وايي، د "الاسد" په نوم د ډوبې شوې کښتۍ د ۱۰ کسانو مړي موندل شوي او د څلورو نورو لټون لا هم روان دی.

چارواکي وايي دا ټول کسان کب نیوونکي ول چې کښتۍ یې د مارچ څلورمې او پینځمې ترمینځ شپې مهال په عرب سمندرګي کې د کراچۍ او ټټې ترمينځ اوبو کې ډوبه شوې وه.

هغه مهال د پاکستان سمندرې ځواک ۳۱ کسان په ژوبل حالت کې ژغورلي ول خو له ټولو ۴۵ کب نیوونکو څخه يې ۱۴ ورک ول چې د مارچ پر ۱۲مه یې د ۱۰ نورو کسانو مړي له اوبو را وايستل او د نورو لټون روان دی.

په کراچۍ کې د کب نیوونکو د ټولنې ویاند کمال شاه د مارچ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې "الاسد" کښتۍ د سمندر په ژورو اوبو کې د کبانو ښکار پسې وتلې وه چې ډوبه شوه.

د سیند اعلا وزیر مراد علي شاه اعلان کړی دی چې په یاده پېښه کې د مړو شویو کسانو له کورنیو سره به حکومت مالي مرستې کوي.

په عرب سمندرګي کې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي چې پکې کب نیوونکو ته مرګژوبله اوړي.