د داعش له ولکې خوشې کړل شوې يزيدۍ نجونې د بند کیسې کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عراق د کورواکه کردستان له سنجار سیمې ۱۰ کاله وړاندې د اسلامي دولت يا داعش وسلوالې ډلې سلګونه یزیدۍ نجونې تښتولې وې چې په شام او عراق کې د هغې ډلې له ماتې خوړولو وروسته یې ګڼ شمېر خپلو سیمو ته ستنې شوې دي. په هغوی کې يوه نجلۍ کوفان ایدو هم شامله وه چې خپلې سیمې ته په ستندېدو یې خپلوانو تود هرکلی کړی دی. کوفان د داعش په ولکه کې دوه ماشومان زېږولي خو د قانون له مخې ماشومان یې له هغې سره نه شي پاتې کيدلی. که څه هم نوموړې خوشې کېدو ته خوشاله ده خو وايي له ماشومانو پرته ژوند ورته ډېر ګران دی. د اسوشيېټېډ پرېس او فرانس پرېس اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ