د خيبر پښتونخوا حکومت "صحت کارډ" بېرته فعال کړ

په پاکستان کې د تیوبرکلوز یو ناروغ تر درملنې لاندې دی. انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا حکومت د مارچ له ۱۲مې د حقداره خلکو لپاره د "صحت کارډ" خدمات بيا فعال کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزیر قاسم علي شاه د مارچ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، د بیمې شرکتونو ته د هغوی پورونه ورکړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې ۶۲ هغه روغتونونه د صحت کارډ له نوملړه ایستل شوي دي چې د هغه په وینا د رنځورانو غیرضروري جراحۍ یا عملیات به یې کول.

په خیبر پښتونخوا کې د صحت کارډ پروګرام مسوول ریاض تنولي هم د مارچ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې د دې وړیا درملنې پروګرام د لا ښه کولو په موخه په شخصي روغتونونو کې د اتو اسانو علاجونو او اپرېشنونو بندیز لګول شوی دی او هغه یوازې په سرکاري روغتونونو کې د صحت کارډونو له لارې ترسره کېږي.

د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د خيبر پښتونخوا نوي حکومت د مارچ پر اتمه اعلان کړی وو چې په صوبه کې د روژې له مياشتي صحت کارډ بحالوي او له بې وزلو سره نغدې مرستې پیلوي.

د مارچ پر اتمه د خیبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډه پور په مشرۍ کابینې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د صحت کارډ ترڅنګ د احساس پروګرام لاندې به بې وزلو کورنيو ته پیسې ورکوي.

د کابيني تر غونډې وروسته اعلا وزير خبري غونډي ته وويل چې که څه هم صوبه له مالي ستونزو سره مخامخ ده خو ولس ته سهولتونه ورکوي. اعلا وزير په خپله وينا کې له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د خیبر پښتونخوا ورپورې پیسې دې ورکړي.

د صحت کارډ ادارې ترمخه، په خیبر پښتونخوا کې ۷۲ لکه کورنۍ په صحت کارډ تر ۱۰ لکو روپیو پورې وړیا علاج کولی شي او پر هغه پروګرام هر کال ۱۸ اربه روپۍ لګښت راځي.

صحت کارډ پروګرام په ۲۰۱۴ز کال کې د تحریک انصاف په مشرۍ پخواني حکومت پیل کړی وو، خو وخت په وخت د مالي بحران له کبله له ننګونو سره مخامخ شوی دی.

په وروستي ځل د ۲۰۲۳ز په سېپټېمبر کې نګران حکومت په خیبر پښتونخوا کې پر صحت کارډ د خلکو د وړیا روغتیايي خدماتو بهیر محدودو کړ. په هغه وخت کې حکومت دريځ لاره چې صوبه له مالي ستونزو سره مخامخ ده ځکه يې دا پرېکړه وکړه.