د تحريک انصاف مشرانو له عمران خان سره پر ملاقات د بندیز خلاف لاريون کړی

د عمران خان پلويان د هغه د بندي کېدو پرضد مظاهره کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د پارلېمان ځینو غړو د خپل ګوند له رهبر عمران خان سره په زندان کې پر ملاقات د حکومتي بندیز خلاف له اسلام اباد های کورټه د پارلېمان تر ودانۍ پورې احتجاجي لاریون کړی.

د مارچ پر ۱۳مه تر لاریون وروسته، د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر او د تحريک انصاف مخکښ سیاستوال اسد قیصر پر خپله اېکس پاڼه په یوه ویډیو کې ویلي دي چې حکومتي ګام غندي.

بلخوا د پي ټي ای مشر ګوهر علي خان د مارچ پر ۱۲مه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وويل چې له قیدیانو سره پر لیدلو بندیز لګول غیر قانوني کار دی.

نوموړي وویل چې دی او د عمران خان د کورنۍ غړي اډيالې زندان ته ورغلي ول چې د تحریک انصاف له مشر سره وګوري خو چارواکو ورته وویل چې "د ترهګرۍ د پېښو خطر" دی نو د امنیت له مخې یې ورسره لیدو ته نه پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د مارچ پر ۱۲مه د ناامنۍ اندېښنو ته په کتو، د هغې صوبې په يوشمېر زندانونو کې د امنیت زیاتولو سپارښتنه وکړه، او په جېلونو کې یې له بندیانو سره پر ملاقاتونو تر دوو اوونیو پورې بندیز اعلان کړ.

د تحريک انصاف رهبر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د دولتي رازونو افشا کولو او د بهرنیو هېوادونو د مشرانو ډالیو خرڅولو په ګډون په یوشمېر قضيو کې د اډیالې په زندان کې بندي دی. نوموړی په زندان کې د خپل ګوند له مخکښه مشرانو سره ګوري او د سیاسي پرېکړو په اړه ورسره مشورې کوي.

خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او ټولې مقدمې سیاسي بولي.

د تحریک انصاف د مخکښ مشر شاه محمود قریشي او د پنجاب د پخواني اعلاوزیر چودري پروېز الهي په ګډون یوشمېر سیاستوالان او مهم کسان د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې بندیان دي.