برما د نړۍ تر ټولو زیات اپین او هېروین تولیدوونکی هېواد شو
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په وروستیو کې په برما (میانمار) کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی. له کوکنارو اپین (افیون) ترلاسه کېږي او هغه بیا د هېروینو یا پوډرو په استعمال کې کارېږي. ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په میانمار کې ۱،۰۸۰ ټنه اپین تولید شوي ول. همدا لامل دی چې هغه هېواد د تر ټولو زیاتو اپینو پیدا کوونکی هېواد ګرځېدلی دی. تر دې مخکې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زیات اپین تولیدول خو طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې تر واکمنېدو وروسته د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه. پر هم هغه کال په برما کې پوځ کودتا وکړه چې له هغه وخت راهیسې هلته سیاسي او اقتصادي بې ثباتي او تاوتریخوالی زیات شوی دی. د هغه هېواد د سرحدي غرییزو سیمو کروندګر وايي له کوکنارو کرلو پرته بله لاره نه لري. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.