په غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت ویلي دي چې په سیمه کې د اسراییليو عسکرو په دوو جلا، جلا بریدونو کې لږترلږه ۲۹ فلسطینیان وژل شوي دي.
وزارت د مارچ پر ۱۴مه په یو بیان کې وویل، هغه کسان هلته د مرستو په انتظار ولاړ ول چې د بریدونو ښکار شول.
د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، تر واک لاندې د غزې په تړانګه کې لومړۍ پېښه د سیمې په مرکزي برخه کې په النصیرات کیمپ کې شوې ده. د بیان له مخې، اسراییلیو الوتکو هلته د مرستو د وېش پر مرکز حمله وکړه او اته تنه یې ووژل.
وزارت وايي، دویمه پېښه د غزې په شمال کې په یوه چوک یا څلورلاره کې شوې او هلته د اسراییليو عسکرو په ډزو په کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان شوي دي. د وزارت په وینا، هغه کسان د مرستو لېږدوونکو لاریو په انتظار ولاړ ول.
د اسراییلو پوځ په یو بیان کې د مرستو پر مرکزونو بریدونه رد کړي او دا راپورونه یې "درواغ" بللي دي.
په بیان کې راغلي چې د اسراییلو دفاعي ځواکونه هغه "پېښه چې څومره مناسبه وي په پوره دقت ارزوي."
پوځ په بیان کې پر رسنیو ټینګار کړی دی چې "یوازې دې پر کره معلوماتو تکیه" وکړي.
د غزې جګړې د سیمې د شاوخوا ۲۴ لکه ابادۍ ډېری برخه بې ځایه کړې ده او په داسې حال کې چې خلک د خوړو په لټون سرګردانه دي، د مرستو د وېش پرمهال د ګډوډۍ صحنې او مرګونې پېښې کېږي.
د اسراییلو او وسلوالې ډلې حماس ترمینځ د اوربند لپاره تر اوسه شوې هڅې ناکامه شوې دي.
په داسې حال کې چې اسراييل وایي چې د يوې داسې معاملې په لټه کې دي چې له مخې يې په غزه کې د نيول شويو فلسطينيانو د خلاصون په بدل کې د يرغمل شويو بنديانو د خلاصون زمينه مساعده شي، حماس ټينګار کوي چې بايد د یوې موافقه له لارې جګړه پای ته ورسېږي.