د افغانستان او ايرلينډ کرکټ ملي لوبډلې د درو ۲۰ اووره سیالیو په لومړۍ لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.
د شارجې په لوبغالي کې د مارچ ۱۵مې سیالي د کابل پر وخت د ماخوستن پر اته نیمو او د پېښور پر نهو بجو پیلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ بورډ د مارچ پر ۱۳مه د راشد خان په مشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه. بورډ په لوبډله کې ځینو نویو لوبغاړو ته هم ځای ورکړی دی.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ دوه نورې ۲۰ اووره سیالۍ د مارچ پر ۱۷مه او ۱۸مه ترسره شي.
تر دې مخکې، افغان لوبډلې له ایرلینډه د درو ۵۰ اووره یا یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ګټلې وه خو یوازینۍ ټېسټ سیالي یې ورڅخه بایللې وه.