اېمل ولي خان له بلوچستانه د سېنېټ انتخاباتو ته درېږي

اېمل ولي خان د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر دی ـ پخوانی انځور.

د عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) د خيبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان له بلوچستانه د سېنېټ انتخاباتو لپاره امېدوار نومول شوی دی.

د ګوند د بلوچستان څانګې مشر اصغرخان اڅکزي د مارچ پر ۱۵مه، په یو بیان کې ویلي دي چې دغه پرېکړه د ګوند د صوبايي پارلېماني بورډ په غونډه کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ګوند غواړي اېمل ولي خان په سېنېټ کې د پښتنو اواز شي.

خبر پاڼه زياتوي چې اېمل ولي خان به له بلوچستانه د سېنېټ لپاره د اې اېن پي او پيپلز پارټۍ شريک امېدوار وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني سېنېټ نیمايي یعنې ۴۸ څوکۍ د مارچ پر ۱۱مه د استازو د شپږ کلنې دندې تر پوره کېدو وروسته خالي شوې دي.

ټاکل شوې ده چې د هغو څوکیو ډکولو لپاره انتخابات د اپریل پر دویمه وشي. په پاکستان کې هر درې کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي.

د پاکستان سېنېټ ټول ۹۶ غړي لري چې ورڅخه یې هره صوبه ۲۳، ۲۳ او وفاقي پلازمېنه اسلام اباد څلور څوکۍ لري.

عوامي نیشنل ګوند د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې په بلوچستان اسمبلۍ کې دوه عمومي څوکۍ او په خیبر پښتونخوا کې یوه څوکۍ ګټلې ده. په هغو انتخاباتو کې اېمل ولي خان او د ګوند نور مشران د قامي او صوبایي اسمبلیو څوکیو ته کاندیدان ول خو بریالي نه شول.