په سوات کې یو نانوايي د ۳۰ روپيو ډوډۍ په ۱۰ خرڅوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سوات په مینګوره کې د ډوډیو یو خرڅونکی د تېرو څو کلونو راهیسې په روژه کې ډوډۍ ارزانه خرڅوي. د ډوډۍ خرڅونکی وایي په دې کار ورسره یوه خیریه اداره مرسته کوي او د ۳۰ روپو ډوډۍ په ۱۰ روپۍ پلوري. د تنور مالک وایي، هره ورځ تر ۲،۰۰۰ پورې ډوډۍ خرڅوي او هدف یې دادی چې په دې توګه د غریبو خلکو سره مرسته وکړي. ویډیویي راپور.