افغانستان له ایرلينډه د درو ۲۰ اووره سياليو لوبلړۍ وګټله

د مارچ پر ۱۸مه په شارجه کې افغان لوبډله د لوبلړۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مارچ پر ۱۸مه په درېيمه ۲۰ اووره لوبه کې ایرلينډ ته په ماتې ورکولو سره د درو سياليو لوبلړۍ په دوه يو وګټله.

د متحده عربي اماراتو په شارجه کې ترسره شوې سيالۍ کې افغانستان پچه وګټله او لومړی یې په توپوهنې کولو سره په ټاکليو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سر ۱۵۵ منډې وکړې.

د افغانستان له خوا ابراهیم ځدراڼ ۷۲، محمد اسحاق ۲۷ او صدیق الله اتل ۱۹ مندې وکړې.

په ځواب کې د ایرلينډ ټول لویغاړي په ۱۸م اوور کې د ۹۸ منډو تر کولو وروسته وسوځېدل. د افغانستان له خوا عظمت الله عمرزي څلوراو نوین الحق درې وېکټونه واخیستل.

د افغانستان توپوهونکی ابراهيم ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د درو ۲۰ اووره لوبو په لړۍ کې لومړۍ هغه ایرلينډ او وروستۍ دواړې افغانستان وګټلې.

تر دې مخکې، افغان لوبډلې له ایرلینډه د درو ۵۰ اووره یا یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په دوه صفر ګټلې وه خو یوازینۍ ټېسټ سیالي یې ورڅخه بایللې وه.