د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت ناظم الامورې (شارژدافېیرې) د کندهار ځانمرګی برید غندلی دی.
کیرن ډېکر د مارچ پر ۲۱مه تر پېښې څو ساعته وروسته پر خپله رسمي اېکس پاڼه په بیان کې ویلي دي چې افغانان باید پرته له وېرې او په سوله ییزه فضا کې د روژې میاشت تېره کړي.
موږ ټولې ترهګریزې کړنې، هغه که د کابل په دشت برچيسیمه او یا هم په کندهار کې د نوي کابل بانک مخې ته ترسره کیږې د یوه بزدلانه عمل په توګه غندو. زما خواخوږي د قربانیانو له کورنیو سره ده. افغانان باید د روژې میاشت په سوله ییزه توګه او له وېرې پرته ولمانځي.
— Chargé d’Affaires Karen Decker (@USAmbKabul) March 21, 2024
نوموړې زیاته کړې ده چې واشنګټن ټول ترهګر افعال "بزدلانه" بولي او غندي یې.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار ښار د نوي کابل بانک مخې ته په ځانمرګي برید کې لږترلږه ۲۱ تنه ووژل شول او ۵۱ ژوبل شول. خو د طالبانو حکومتي چارواکو په برید کې د وژل شویو او ژوبلو شمېر تر دې خورا کم ښوولی دی.
د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې ده. هغې ډلې تېره ورځ په بیان کې دعوه کړې چې طالبان یې په نښه کړي. خو راپورونه وايي چې د پېښې اکثر ښکار شوي هغه ملکي ماموران ول چې د تنخا ترلاسه کولو لپاره بانک ته ورغلي ول.