په مسکو کې پر کنسرټ برید لږترلږه ۶۲ کسان وژلي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د روسيې چارواکي وایي، د مارچ پر ۲۲مه د مسکو سره نېږدې د کراسنوګورسک په کروکس سټي هال کې د کنسرټ پر مهال د وسلوالو په برید کې لږترلږه ۶۲ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل دي. د مسکو په جنوبي څنډه کې د کنسرټ پر مهال د شوي دې برید ذمه واري اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلې ده