اصف درانی: د طالبانو له حکومت سره مو اړیکې پرې شوې نه دي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له امیر خان متقي سره. (انځور: ارشیف)

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د اسلام اباد اړیکې نه دي پرې شوې.

اصف دراني د مارچ پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د افغان طالبانو د سفارت له مشر سردار احمد شکيب سره په ملاقات کې د دواړو هیوادونو تر منځ د خپل منځیو اړیکو د ښه کولو تر څنګ د ترهګرۍ خلاف په ګډو هڅو خبرې وکړې.

نوموړي تر ملاقات وروسته پاکستانيو رسنیو ته وویل چې دا ملاقات د وروستیو حملو پس کېږي چې مقصد یې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ورغول شي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان حکومت د مارچ پر ۱۸مه وویل چې ځواکونو یې د افغانستان پر خاوره حملې کړي دي چې هدف یې د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې غړي وو.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه ادعا رد کړه او وې ویل چې د پاکستان الوتکو د پکتیکا د برمل په لمنه او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې په بمباري کې ښځې او ماشومان وژلي دي.

وروسته د طالبانو حکومت د دفدع وزارت ادعا وکړه چې هم د مارچ پر ۱۸مه یې د بمباریو په غبرګون کې د پاکستن پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

د برید وروسته د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحدي لارې انګور اډه، پکتیا خرلاڅو لارې تړل شوي دي چې تګ راتګ او کاروبار یې اغیزمن کړی دی.