ای پي اېل: راجستان رایلز لوبډلې لکنوو سوپر جاینټس ته په ۲۰ منډو ماتې ورکړه

د راجستان لوبغاړي د مارچ پر ۲۴مه د سیالۍ تر ګټلو وروسته د لکنوو لوبغاړو ته غاړې وځي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې راجستان رایلز لکنوو سوپر جاینټس ته په ۲۰ منډو ماتې ورکړې ده.

د مارچ پر ۲۴مه د راجستان او لکنوو لوبډلو ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر درو او د کابل پر دوه نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې راجستان وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه. هغې لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۳ منډې وکړې. سنجو سیمسون ۸۲ او ریان پراګ ۴۳ منډې وکړې. د لکنوو نوین الحق دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د لکنوو سوپر جاینټس په ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې وکړای شوې او سیالي یې وبایلله. نېکولاس پوران ۶۴ او کې اېل راهول ۵۸ منډې وکړې. د راجستان رایلز ټرېنټ بولټ دوه وېکټې واخیستې.

تر دې وروسته د ګجرات ټایټنز او ممبۍ انډیینز ترمینځ لوبه د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې د ممبۍ لوبډلې وګټله خو لومړی یې د بالېنګ پرېکړه وکړه.

تر دې یوه ورځ مخکې هم دوه سیالۍ شوې وې چې پکې په لومړۍ هغه کې پنجاب کېنګز لوبډلې دلي کیپېټلز ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه او کلکته نایټ رایډرز له سنرایزرز حیدر اباد څخه سیالي په څلورو منډو وګټله.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د ای پي اېل سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

چینای سوپر کېنګز لوبډله د ۲۰۲۳ز کال اتله شوې وه.