د کوز جنوبي وزیرستان پولیسو له اېف سي سره تر خبرو وروسته احتجاج ختم کړی دی

په جنوبي وزیرستان کې د پولیسو تاڼه ـ انځور له ارشیفه.

د کوز جنوبي وزيرستان پولیس وايي، د پاکستان سرحدي ځواکونو (اېف سي) له لوري یې د پولیسو ګاډو تر نيولو وروسته ټولې تاڼې د احتجاج په توګه تړلې وې چې بیا یې د مذاکراتو په نتیجه کې بیا پرانیستې دي.

د واڼه ښار یا سېټي تاڼېدار الله نواز وزير د مارچ پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې اېف سي ځواکونه ورته وايي چې پولیس عدالتونو ته د شخصي ګاډو د بیولو اجازه نه لري او بايد چې په ګمرک يا کسټم کې ثبت شي.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې اوس هم خلک داسې ګاډي لري چې پاکستان ته په واردېدو یا درامدېدو یې ګمرکي محصول (ډیوټي) نه وه پرې شوې او په دې توګه ثبت نه دي. حکومت په قبایلو کې د هغو ګاډو د استعمال اجازه ورکړې خو پلان لري چې هغه ټول ګاډي په راتلونکې کې ثبت کړي.

د واڼه تاڼې مشر وویل چې د اېف سي اقدام د پولیسو په چارو کې لاسوهنه ده.

وزیر زیاتوي چې د اېف سي له مشرانو سره یې خبرې وکړې او ورته یې وویل چې "څلور کاله کېږي موږ دا ګاډي کاروو. تاسو بې ځایه مداخلې مه کوئ. مه مو تنګوئ. له همدې وجې موږ تاڼې بندې کړې وې. خو مذاکرات کامياب شول. دوی زموږ ګاډي راپرېښودل."

د اېف سي ځواک مشرتابه لا په دې اړه څه نه دي ويلي.