د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندز کې د طالبانو له خوا د څلورو نیول شویو خبریالانو له ډلې د درو تنو د خوشې کېدو خبر ورکوي.
دې ټولنې د مارچ په ۲۵ بیان کې ویلي دي چې په کندز ولایت کې د طالبانو استخباراتو د طلوع نیوز او پژواک خبري آژانس خبریال ایمل کاکړ، د کلید راډیو خبریال عتیق الله رحیمي او آزاد خبریال عبیدالله احمدي د اتوار په ورځ هغه مهال چې د یوې غونډې په اړه د راپور ورکولو لپاره د ښاروالۍ هوټل ته ورغلي وو، ونیول او همداراز د راه فردا ټلویزیون خبریال اسلام الدین صاحب زاده یې احضار کړ او له څلورواړو څخه یې پلټنې پیل کړې.
د خبریالانو مرکز وايي ازاد خبریال عبيدالله احمدي تراوسه نه دی خوشې شوی، خو پاتې درې خبریالان له درې ساعتونو وروسته خوشې شول. د دې مرکز په وینا، طالبانو نوموړی خبریال تورن کړی دی چې د کندز په علي آباد ولسوالۍ کې د یوه لوی پله د جوړولو په اړه د امو ټلویزیون د یوه راپور له جوړولو سره یې مرسته کړېده.
امو ټلویزیون له امريکا څخه خپرونې کوي.