بې اسناده کډوال تور پورې کوي چې د سربیا پوله ساتونکي ورڅخه جامې باسي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اروپا ته تلونکي بې اسناده کډوال تور پورې کوي چې د سربیا سرحدي ځواک سرتېري ورڅخه په سخته یخنۍ کې جامې (کالي) باسي. له هغو کډوالو څخه یې زیاتره د افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ هېوادونو وګړي دي. په سربیا کې د بشري حقونو فعالان هم وايي چې له هغه هېواده د بې اسناده کډوالو د ایستلو لپاره د هغوی د بشري حقونو سرغړونې کېږي. خو د سربیا پولیس او پوله ساتي دا تورونه ردوي او وايي چې د هغو کډوالو د ایستلو لپاره یې هېڅ ناقانونه کاروايي نه ده کړې. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.