په اسلام اباد کې مدني فعالانو د مېرمنو د جنسي ځورونې خلاف مظاهره وکړه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اسلام اباد ښار په منځ کې د اېف ناین په نوم په یو پارک کې د یوې کمعمرې نجلۍ سره د جنسي تیري پر ضد پرون مدني فعالانو چې مېرمنې هم پکې وې، مظاهره وکړه. د احتجاج کوونکیو په وینا په یاد پارک کې د نجونو سره د زور زیاتي پېښې ډېرې زیاتې شوې دي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده. مظاهره کوونکیو مشال راډیو ته وویل، که په سر ښار اسلام اباد کې دا حال دی نو د هیواد په نورو لرې پرتو برخو کې به څه صورتحال وي؟