د پېښور يوشمېر هنرمندان هره جمعه شپه د دې ښار په بالا ماڼۍ سيمه کې د سيد عبدالستار شاه باچا په مزار د قوالۍ لپاره غونډېږي.
د قوالۍ د محفل منتظم ماس خان وصال، چې د طبلې استاد او موسيقار دی، د مارچ پر ۳۱مه يې مشال راډيو ته وويل چې له تېرو شاوخوا درو لسيزو راهيسې دا ذمه واري پوره کوي.
د هغه په خبره، د محفل سندرغاړي د سترو پښتنو شاعرانو شعرونه د يوه پخواني نوميالي موسيقار رفيق شينواري او يا هم د ده په جوړو کړيو کمپوزونو کې وايي.
دی وايي، "پخوا به په دربار کې قوالي د استاد رفيق شينواري په مشرۍ کې کېدله. د هغه تر مړينې وروسته مرحوم حکيم شاه باچا صاحب دا کار ما ته وسپاره او زه يې له تېرو ۳۰ کالو راهيسې کوم. موږ هره جمعه شپه قوالي کوو. پر دې سربېره هره اوونۍ په دربار کې د قران پاک د لنډو صورتونو دوه ختمونه کېږي چې په هغو پسې هم د قوالۍ محفل جوړېږي. سندرغاړي زياتره د حمزه بابا شعرونه وايي. ځينو ته يې رفيق استاد طرزونه جوړ کړي ول او ځينې يې ما کمپوز کړي دي. د رحمان بابا او خوشال خټک شعرونه هم وايو."
په پېښور کې د عبدالستار شاه باچا مزار، چې د باچا جان په دربار هم يادېږي، له کلونو راهيسې د قوالۍ د محفل لپاره شهرت لري. د پښتو نومياليو سندرغاړو او موسيقارانو په همدې مزار کې د قوالۍ په ويلو د پښتو موسيقۍ صوفيانه رنګ په ولس کې مقبول کړی دی.
ځينې شنونکي وايي، په پښتنه ټولنه کې د مذهبي ستختدريځۍ او تاوتريخوالي مخنيوی د صوفي افکارو او د موسيقۍ له لارې د هغو د ترويج له لارې ممکن دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پېښور يو نوميالی طبله غږوونکی فضل استاد، چې د عبدالستار شاه باچا مزار د قوالۍ په محفلونو کې کله نه کله برخه اخلي، وايي د دربار چلوونکي موسيقۍ او غږوونکو ته يې احترام لري او دا چې د دوی محفل په ارامه فضا کې ترسره کېږي.
هغه وویل "مشرانو به مو ويل چې عبدالستار شاه باچا په ډبګرۍ کې د ناستي يو ځای درلود. وروسته يې په بالا ماڼۍ کې دا مزار اباد شو چې د خواجه غريبنواز د سلسلې منونکي پکې غونډېږي. زه خپله د دربار موسيقي خوښوم، ځکه چې هېڅ شور او غوغا پکې نه وي او راغلي خلک په ډېر ادب سره قوالي اوري."
فضل استاد زياتوي، دی، ملګري هنرمندان يې او هم عام خلک د باچا جان مزار ته د ذهني سکون لپاره ورځي.
د اسلاميه کالج پوهنتون پخوانی استاد او شاعر، ډاکټر اباسين يوسفزی هم وايي چې د باچا جان مزار ته تلونکي هنرمندان نه يوازې روحي تسکين ترلاسه کوي بلکې هنر يې هم پخېږي.
یوسفزي زیاته کړه "د باچا جان مزار يو روحاني اثر لري. هلته هنرمندان له ذهني سکون سره سره تربيه هم ترلاسه کوي. په دربار کې سندره ويل او يا هم ساز غږول يو هنرمند خپل فخر ګڼي او د همدې مقام په برکت د هنر په دنيا کې ځان په خلکو مني."
د پېښور سيد عبدالستار شاه باچا د شېخ معين الدين چشتي په نوم ديوه صوفي او مذهبي سکالر پيروکار وو. معين الدين چشتي د خواجه غريبنواز په نوم هم پېژندل کېږي.
خبريال او له پښتو موسيقۍ سره پر تړليو موضوعاتو ليکنې کوونکی شېر عالم شېنواری د ډان ورځپاڼې په خپله يوه ليکنه کې وايي چې د سيمې ګڼ ديني عالمان د قوالۍ محفلونو پر سر د عبدالستار شاه باچا مخالف ول. خو هغه په يوه مناظره کې خپل مخالفان پر دې قانع کړل چې د قوالۍ ويل او اورېدل د نفس د تزکيې لپاره اړين دي.
د صوابۍ د شاه منصور کلي نورالامين يوسفزی، چې دی هم د اسلاميه کالج پوهنتون پخوانی استاد او شاعر او ليکوال دی، مشال راډيو ته وايي چې هر هغه څوک د پښتنو دوست دی چې مذهب ورته د روحانيت او ارټ په غېږ کې پېژني.
نوموړی وایي "زه وايم دا په هند کې چې کروړونه خلکو اسلام قبول کړی دی، د دې ټول کرېډېت خواجه غريبنواز ته ځي. هغه د هند د تمدن او نه هم د موسيقۍ مخالفت وکړ. هغه وويل چې اسلام عالمګير دين دی او خپل بنيادونه لري. خدای، رسول او قران منل او عبادت کول. له نورو خبرو سره يې هېڅ کار نشته. نه يوازې باچا جان بلکې پير روښان هم دا تصور لاره او د هغې پرچار يې کاوه. که يو څوک پښتنو ته مذهب د روحانيت او هنر له لارو ورپېژني نو هغه د پښتنو قامي دوست دی. د دې برعکس هغه څوک زه د پښتنو قامي دوښمن بولم چې دوی د مذهب په جامه کې جنګ ته هڅوي."
طبله غږوونکی او موسيقار ماس خان وصال وايي، د پښتنو نومياليو سندرغاړو لکه خيال محمد، شاه ولي افغان، هدايت الله او يوشمېر نورو د پېښور په بالا ماڼۍ کې د عبدالستار شاه باچا په مزار کې د قوالۍ په محفلونو کې برخه اخيستې او پښتنو ته يې د مينې او سولې سندرې ويلې دي.
وصال، چې د باچا جان په دربار کې د قوالۍ د محفل مشر تنظيموونکی دی، زياتوي چې ورته پروګرام هره جمعه شپه پېښور ته نيږدې د نوميالي پښتون صوفي شاعر رحمان بابا په مزار هم جوړېږي او هلته هم د ځايي هنرمندانو ترڅنګ عام خلک د ذهني ارامتيا ترلاسه کولو لپاره ورځي.