شانګله کې سېلابونو وړي دوه پلونه لا هم نه دي رغېدلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خيبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په شاه پور سيمه کې سېلابونو دوه پلونه وړي ول چې له امله يې ګڼ خلک له ستونزو سره مخامخ شوي دي. د هغې سيمې اوسېدونکي وايي چې د پلونو سروې او داوطلبي (ټېنډر) يې شوې خو د پيسو د نيشتوالي له وجې يې د بيارغونې کارونه نيمګړي پاتې دي. بلخوا د هغې سيمې استازي وايي چې هغوی به د ولس د ستونزو د هوارولو هڅه کوي. ويډيويي راپور وګورئ.