ایران د چاپېریال ساتنې هغه څلور فعالان بخښلي دي چې په ۲۰۱۶ز کال کې یې د جاسوسۍ په تور زنداني کړي ول، خو هغوی پر ځان لګېدلی تور رداوه.
د اپرېل پر اوومه وکیل حجت کرماني د خپلو موکلانو بخښنه تایید کړه.
طاهر قدیریان، سپېده کاشاني، هومن جوکار او نیلوفر بیاني د حیات وحشي پارسیان یا د پارس د وحشي ژویو په نوم د یو مرکز غړي ول چې په ۲۰۱۶ز کال کې نیول شوي ول.
په تېرو کلونو کې د هغه مرکز یوشمېر غړي خوشې شوي دي چې یو یې له یوه غربي هېواد سره د زندانیانو په تبادله کې ازاد شوی وو.
د هغې ډلې یو غړی تر ګرفتارۍ لږ وروسته مړ شوی هم وو.
کاشاني او بیاني د بند په موده کې په خپلو لیکونو کې ویلي ول چې په ذهني او روحي ډول ځورول شوي او په مرګ ګواښل شوي ول.