يوسف رضا ګيلاني د پاکستان سېنېټ مشر ټاکل شوی دی

د پاکستان سېنېټ نوی ټاکل شوی مشر يوسف رضا ګيلاني ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان پيپلز ګوند مشر غړی او پخوانی وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د سېنېټ نوی مشر ټاکل شوی دی.

د پاکستان سېنېټ د مشر او مرستيال مشر د ټاکلو لپاره انتخابات د اپرېل پر نهمه وشول چې يوسف رضا ګيلاني يې بې له مقابلې مشر او د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر غړی سيدال خان ناصر بې له مقابلې مرستيال مشر وټاکل شو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د سېنېټ د مشر او مرستيال مشر د ټاکلو انتخاباتي مشر (پرېزايډينګ افيسر) اسحاق ډار له ګيلاني او ناصر څخه د خپلو څوکيو لوړه (حلف) واخيسته.

تر هغه وړاندې، هم نن (د اپرېل پر نهمه) د سېنېټ نويو منتخب شويو غړو د خپلو څوکيو لوړه وکړه. په نويو منتخب شويو ۳۷ غړو کې د جمعيت علمای اسلام (ف) غړی مولانا عبدالواسع او د سېنېټ ازاد غړی فيصل واوډا د لوړي په مراسمو کې موجود نه ول.

پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د احتجاج په توګه د سېنېټ د مشر او د هغه د مرستیال مشر له انتخابه پرېکون اعلان کړی وو.

د پي ټي ای سېنېټرانو د سېنېټ د مشر او مرستيال مشر د انتخاباتو پرضد د اپرېل پر اتمه په اسلام اباد های کورټ کې درخواست جمع کړی وو.

هغوی دريځ خپل کړی وو چې له خیبر پښتونخوا څخه د ۱۱ سېنېټرانو انتخاب ځنډول شوي او سېنېټ نيمګړی دی نو ځکه د سېنېټ د مشر او مرستيال مشر ټاکل غير قانوني دي، خو عدالت د هغوی درخواست له اعتراض سره رد کړ، چې وروسته د پي ټي ای سېنېټرانو له ننني انتخابه پرېکون وکړ.

دا هم وګورئ:

د پاکستان په حکومتي نظام کې د سېنېټ رول څه دی؟د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ځانګړو څوکیو پر سر لانجه روانه ده سېنېټ انتخابات: پیپلز ګوند ۱۱ او مسلم لیګ (ن) ۶ څوکۍ ګټلې ديد ګیلاني سزا، د نواز شریف غبرګون

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سېنېټ د نیمايي څوکیو ډکولو لپاره د اپرېل پر دویمه انتخابات اعلان کړي ول خو د مارچ پر ۳۰مه یې وویل چې د سېنېټ پر ۴۸ خالي څوکیو له بلوچستانه ټول ۱۱ او له پنجابه اووه نوماندان بې له مقابلې منتخب شوي دي.

تر دې وروسته ټاکل شوې وه چې د اپرېل پر دویمه د پاتې ۳۰ سېنېټرانو د ټاکلو لپاره په قامي او صوبايي اسمبلیو کې انتخابات وشي، خو په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ځانګړو څوکيو پر سر د جنجال له امله کمېشن هلته انتخابات وځنډول او پر هغه ورځ د سېنېټ له پاتې ۳۰ څخه پر ۱۹ څوکیو انتخابات وشول.

د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د ځانګړو څوکیو پر سر لانجه تر هغې وروسته پیدا شوه چې انتخاباتي کمېشن د ښځو او لږکیو ۲۵ څوکۍ د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل ته د ورکولو پر ځای مخالفو ګوندونو ته ورکړې.

د تحریک انصاف سیاستوالانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ازادو نوماندانو په توګه برخه اخیستې وه او د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره یې بریالي شوي غړي په سني اتحاد کونسل ورګډ شول.

خو انتخاباتي کمېشن د مارچ پر څلورمه په خپل فرمان کې ویلي ول چې سني اتحاد کونسل د ځانګړو څوکیو لپاره د نومول شویو نوملړ نه وو ورسره شریک کړی.

کمېشن داراز ویلي ول چې سني اتحاد کونسل په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هېڅ غړی نه لري. هغې خپلواکه دولتي ادارې وویل چې د همدې پر اساس په قامي او صوبايي اسمبلیو کې ځانګړې څوکۍ نورو ګوندونو ته ورکوي.

تر دې وروسته ټاکل شوې وه چې د مارچ پر ۲۲مه د اسمبلۍ په غونډه کې پر ځانګړو څوکیو منتخب غړي لوړه وکړي، خو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر یا د هغې مرستیالې غونډه ور و نه بلله او دا کار وځنډېد.

په دې لړ کې پېښور های کورټ د اسمبلۍ سپیکر ته د غونډې وربللو او پر ځانګړو څوکیو منتخبو غړو ته د سوګند ورکولو امر کړی وو خو پر دې سربېره هم دا کار نه دی شوی.

له ۲۰۲۴ز کال څخه د پاکستان سېنېټ ټول ۹۶ غړي لري چې ورڅخه یې هره صوبه ۱۴ عمومي څوکۍ او نهه ځانګړې څوکۍ لري. د ایین له مخې، هره صوبه د څلورو پوهانو یا د خپلو څانګو متخصصانو، چې ټېکنوکراټان بلل کېږي، او دیني عالمانو، څلور د ښځو او یو مذهبي لږکي څوکۍ لري.

له دې پرته وفاقي پلازمېنه اسلام اباد دوه عمومي او یو د ټېکنوکراټ او یو د ښځو ځانګړې څوکۍ لري.

پخوا قبایلي سیمو هم په سېنېټ کې څوکۍ لرلې خو په ۲۰۱۸ز کال کې چې هغه ضلعې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې نو په تدریجي ډول یې څوکۍ کمې او له ۲۰۲۴ز کال څخه په بشپړ ډول ختمې شوې.

په پاکستان کې هر درې کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي او استازي يې د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

دا مهال د پاکستان په سېنېټ کې د پیپلز ګوند ۲۴، مسلم لیګ (ن) او پاکستان تحریک انصاف ګوندونه ۱۹ ، ۱۹، بلوچستان عوامي ګوند څلور، او عوامي نيشنل ګوند او متحده قامي موومنټ درې، درې غړي لري.