د بلوچستان په نوشکي کې د وسلوالو له خوا د ډزو په دوو جلا جلا پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او پينځه نور ټپي شوي دي.
د نوشکي د پوليسو مشر الاهي بخش د اپرېل پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې دا پېښې د اپرېل د ۱۲مې او ۱۳مې په منځنۍ شپه رامينځته شوې دي.
نوموړی وايي، لومړۍ پېښه له نوشکي ښاره یو کلومیټر لرې د سلطان چړايي په سیمه کي هغه وخت شوې چې کله پر قامي لويه لاره ناڅرګنده وسلوالو، له مساپر وړونکو بسونو او موټرانو خلک کښته کړي او د هغوی شناختي کارډونه یې کتلي او بیا یې نهه کسان وژلي دي.
دا هم وګورئ:
بلوچستان کې ټرافيکي پېښې ۱۷ کسان وژلي ديرپورټ: د روان کال لومړیو ۳ میاشتو کې د خیبر پښتونخوا پر پولیسو ۵۹ بریدونه شوي ديپه ګوادر کې وسله والو دوه پاکستاني عسکر وژلي ديپوليس چارواکی زياتوي چې د وژل شویو کسانو تعلق له پنجاب صوبې سره دی او دوی له کوټې له ایران سره پر پوله پروت سرحدي ښارګوټي تفتان پر لور روان ول. د الاهي بخش په وینا، په هغه پېښه کې وژل شوي ټول مزدوران ول.
ده وویل چې کله وسلوالو سړک بند کړی وو نو پر دې مهال د جمعیت علمای اسلا م (ف) د صوبايي اسمبلۍ د غړي غلام دستګیر بادیني خپلوانو یو موټرد پېښې له ځايه د تښتولو هڅه کړې وه او وسلوالو ورباندې ډزې کړې وې.
د پولیس چارواکي په وینا، موټر اوښتی او دوه تنه پکې وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي. دا لا نه ده څرګنده چې په دویمه پېښه کې مرګ ژوبله د وسلوالو له ډزو او که د موټر له اوښتو رسېدلې ده.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په نوشکي کې د حملې ذمه واري منلې ده.
هغې ډلې د اپرېل پر ۱۳مه ماخوستن مهال په بیان کې دعوه کړې ده چې د پاکستان د استخباراتي ادارو کارکوونکي یې وژلي دي، خو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یې شواهد نه دي وړاندې کړي.
بلوڅ بېلتونپالو ډلو تر دې مخکې هم په بلوچستان کې د دې ډول حملو ذمه واري منلې ده.
د بلوچستان اعلا وزير سرفراز بګټي پر اېکس پاڼه په یو بیان کې د اپرېل ۱۳مې د پېښې غندنه کړې او د وژل شویو شمېر یې اته یاد کړی دی.
نوموړي په خپل بیان کې "وسله وال بلوڅ ترهګر بللي او زیاته کړې یې ده چې ریاست به د دې بې ګناه مزدورانو وژونکي نه پرېږدي."
بل لوري ته، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د یادې پېښې په اړه د رپورټ غوښتی دی او زیاته کړې یې ده چې پکې ښکېلو کسانو ته به سزا ورکول کېږي.
دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم په وار وار په بلوچستان کې پر لویو لارو له تلونکو بسونو او موټرو مسافر کښته کړل شوي او په ډزو وژل شوي دي.
په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د ناامنیو پېښو شمېر زیات شوی دی. د اپرېل پر اتمه د کچلاغ په کتيرو کلي کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوی او ۱۲ نور کسان ژوبل شوي وو.
تر هغه وړاندې د اپرېل پر اوومه هم د بلوچستان د خضدار ضلعې په مرکزي بازار کې چاودنې يو کس وژلی او پينځه نور یې ژوبل کړي وو.