جراثیم یا مېکروب وژونکې تسبیح مو لیدلي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

هر کال شاوخوا ۲۰ لکه کسان د حج لپاره د سعودي عرب په مکه ښار کې ورغونډېږي چې پکې ځینې د زکام، تبې او ټوخي په ګډون د خپرېدونکو ناروغیو ښکار کېږي. هغه ناروغۍ اکثر د وایرسونو او نورو جراثیمو له وجې له یو کسه بل ته خپرېږي. دې ته په کتو یوې برتانیوۍ کمپنۍ تر اوږدمهاله څېړنو وروسته داسې تسبیح جوړې کړې دي چې خلک یې نه یوازې ذکر لپاره کاروي بلکې په لاسونو او ګوتو پورې لګېدلي جراثیم هم وژني. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.