چارواکي وايي چې د بلوچستان په ګوادر ښار کې نامعلومه وسلوالو د مې اتمې په شپه ۷ مزدوران وژلي او یو يې ټپي کړی دی.
د ګوادر د پوليسو تاڼې مشر محسن بلوڅ ځايي رسنیو ته ویلي چې د سربندن په سيمه کې ناڅرګنده وسلوالو پر هغه کور حمله وکړه چې پکې ۷ مزدوران اوسېدل. نوموړي زیاته کړه چې د بريد پر مهال وژل شوي کسان ويده ول. د ده په خبره، وژل شوي مزدوران د پنجاب خانېوال ښار اوسېدونکي دي.
پوليس وايي چې د پېښې په تړاو يې څوک نه دې نيولي البته په دې اړه يې د نامعلومو وسلوالو ضد مقدمه دایره کړې ده. د پېښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.
د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټی د مې پر ۹مه پر اېکس پاڼه د دې پېښې غندنه کړې ده.
بلوچستان میں دہشت گردوں نے سیکورٹی فورسز کے ہاتھوں مسلسل نقصان اٹھانے کے بعد اب نہتے، معصوم اور بے گناہ مزدوروں کو ٹارگٹ بنانا شروع کر دیا ہے، آج گوادر میں تکلیف دہ واقعہ میں گھر میں سوئے ہوئے 7 مزدوروں کو شہید کر دیا گیا۔ میں اس واقعے کی پرزور مزمت کرتا ہوں اور یقین دلاتا ہوں…
— Sarfraz Bugti (@PakSarfrazbugti) May 9, 2024
دا لومړۍ ځل نه دی چې د بلوچستان په بلوڅ مېشته سيمه کې مزدوران په نښه شوي دي. تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۴ز کال د اپرېل د ۱۲مې او ۱۳مې په منځنۍ شپه په نوشکي کې د وسلوالو له خوا د ډز په دوو جلا جلا پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او پينځه نور ټپيان شوي ول.
د نوشکي د پوليسو مشر الاهي بخش د اپرېل پر ۱۳مه مشال راډيو ته ویلي ول چې لومړۍ پېښه له نوشکي ښاره یو کلومیټر لرې د سلطان چړايي په سیمه کي هغه وخت شوې چې کله پر قامي لويه لاره ناڅرګنده وسلوالو، له مساپر وړونکو بسونو او موټرانو خلک کښته کړي او د هغوی شناختي کارډونه یې کتلي او بیا یې نهه کسان وژلي دي.
پوليس چارواکی زياتوي چې د وژل شویو کسانو تعلق له پنجاب صوبې سره دی او دوی له کوټې له ایران سره پر پوله پروت سرحدي ښارګوټي تفتان پر لور روان ول. د الاهي بخش په وینا، په هغه پېښه کې وژل شوي ټول مزدوران ول.
ده زیاته کړې وه چې کله وسلوالو سړک بند کړی وو نو پر دې مهال د جمعیت علمای اسلا م (ف) د صوبايي اسمبلۍ د غړي غلام دستګیر بادیني خپلوانو یو موټرد پېښې له ځايه د تښتولو هڅه کړې وه او وسلوالو ورباندې ډزې کړې وې.
د پولیس چارواکي په وینا، موټر اوښتی او دوه تنه پکې وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي. دا لا نه ده څرګنده چې په دویمه پېښه کې مرګ ژوبله د وسلوالو له ډزو او که د موټر له اوښتو رسېدلې ده.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په نوشکي کې د حملې ذمه واري منلې ده.
په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د ناامنیو پېښو شمېر زیات شوی دی. د اپرېل پر اتمه د کچلاغ په کتيرو کلي کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوی او ۱۲ نور کسان ژوبل شوي وو.
تر هغه وړاندې د اپرېل پر اوومه هم د بلوچستان د خضدار ضلعې په مرکزي بازار کې چاودنې يو کس وژلی او پينځه نور یې ژوبل کړي وو.