د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې هېواد به یې اسرايیلو ته د غزې په رفح ښار کې د عملیاتو لپاره جارحانه وسلې نه ورکوي.
نوموړي د مې پر اتمه له امریکايي ټېلېوېژن سي اېن اېن سره په مرکه کې وویل چې په رفح کې تر يو ميليون زیاتو خلکو پناه اخیستې ده او د هغوی د خوندیتوب د اندېښنو په ترڅ کې یې دغه فيصله کړې ده.
رفح د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د ګرځول شوې ترهګرې ډلې حماس مهم مرکز بلل کېږي.
بایډن همدا راز وویل چې واشنګټن اوس هم د اسرايیلو دفاع ته ژمن دی او د دغه هېواد هوايي دفاعي نظام یا اوسپنیز ګنبد (ایرن ډوم) لپاره به د بریدونو د مخنیوي راکټونه او نورې دفاعي وسلې ورکوي، خو نوموړي زیاته کړه چې که اسراییل د رفح ښار پر ضد کاروايي کوي نو امریکا به ورته وسلې او د توپ ګولې نه ورکوي.
دا هم وګورئ:
د قطر، امریکا او مصر منځګړو قاهره کې د حماس له پلاوي سره کتلي دياسراییلو د رفح ښار له ځینې برخو فلسطیني کډوالو ته د وتلو ویلي ديجان کربي: اسراییل به پر رفح تر برید وړاندې امریکا ته غوږ نیسيد امريکا ترڅنګ نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو هم په رفح کې د اسراييلو د پوځي عملياتو مخالفت کړی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش هم د مې پر شپږمه ويلي ول چې د غزې پر جنوبي ښار رفح باندې پوځي عملیات "د نه زغملو وړ" کار دی.
ګوتېرېش زياته کړې وه " په رفح کې ځمکنۍ جګړه به د نه زغملو وړ یو کار وي، ځکه چې دا ورانوونکي بشري عواقب لري او د سیمې پر بې ثباتۍ هم اغېز کوي."
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کړې وې چې د اسراييلو پوځ د مې پر اوومه له مصر سره نېږدې د غزه تړانګې د رفح سرحدي لارې کنټرول ترلاسه کړی وو. د اسراییلي پوځ لخوا په ځینو خپرو شويو ویډیوګانو کې ښکاري چې هغې سیمې ته د دوی یو ټانک داخلېږي.
تر دې وړاندې، د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ويلي ول چې اسراییلو د مې پر شپږمه ناوخته پر رفح هوایي بریدونه پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د اوربند لپاره خبرې روانې دي او مرکچیان هڅه کوي چې د اووه میاشتو راهیسې د روانې جګړې درولو لپاره وړاندیز شوې ۴۰ ورځنۍ وقفه عملي کړي او د فلسطینيو بندیانو په بدل کې یرغمل شوي کسان خوشې کړي.