جمعیت علمای اسلام (ف) او تحریک انصاف پېښور کې احتجاجونه کړي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مې پر نهمه په پېښور کې د جمعیت علمای اسلام (ف) او تحریک انصاف ګڼو غړو او پلویانو جلسې کړې دي. د جمعیت جلسه د هغه احتجاجي تحریک د لړۍ برخه ده چې د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد اعلان کړی وو. نوموړي په خپله وینا کې پر پوځ په سیاست کې د مداخلت پر سر نیوکې وکړې. خو پوځ په بیا بیا ویلي دي چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي. د تحریک انصاف پلویانو هم په خپله جلسه کې د انتخاباتي درغلیو پرضد نعرې وهلې. د پاکستان انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي دي چې ټولټاکنې بشپړې شفافې، بې پرې او منصفانه وې. د تحریک انصاف پلویانو د خپل رهبر عمران خان او د ګوند د نورو مخکښه سیاستوالانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه. د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه او ۱۰مه د خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په ګڼو ښارونو کې پراخه مظاهرې شوې وې چې پر مهال یې دولتي او پوځي ودانۍ او تاسیسات زیانمن شوي ول. پولیسو د هغو پېښو په تړاو د تحریک انصاف ګڼ پلویان او غړي نیولي ول خو هغه ګوند وايي چې پلویانو یې سوله ییز احتجاج کاوه او په بلوو کې ککړ نه ول. د پاکستان د هغه وخت حکومت د مې نهمه توره ورځ اعلان کړې وه. ویډیويي راپور.