د پاکستان د پوځ مشر د امریکا مرکزي قومندانۍ له مشر سره کتلي دي

جنرال عاصم منیر (ښي لوري ته) له جنرال مایکل اېرېک کورېلا سره د غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د امریکا د مرکزي قومندانۍ له مشر جنرال مایکل اېرېک کورېلا سره لیدلي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر نهمه په بیان کې وویل چې دواړو مشرانو په راولپېنډۍ کې د پوځ په مرکز کې پر "شریکو ګټو او په ځانګړي ډول د سیمه ییز امنیت" په لړ کې پر "همکارۍ" خبرې وکړې.

په بیان کې راغلي دي چې دواړه مشران د پاکستان او امریکا د پوځي تمرینونو (مشقونو) پر زیاتولو هم وغږېدل.

د پاکستان پوځ په بیان کې له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په وروستیو کې جنرال منیر امریکا ته تللی وو او هلته یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر اینتني بلېنکن او د دفاع له وزیر لایډ اسټن سره پر دوه اړخیزه دفاعي همکاریو او په سیمه کې پر "امنیتي پرمختګونو" خبرې کړې وې.

په ۲۰۲۱ ز کال پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د دواړو هېوادونو سیاسي او پوځي مشران وخت په وخت د سیمې پر وضعیت غونډې کوي.