د حکومت او چمن پرلتوالو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو بې نتیجې ختم شوی دی

په چمن کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهسې پرلت روان دی ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د حکومت او پرلتوالو ترمینځ د خبرو لومړی پړاو بې نتیجې پای ته رسېدلی دی خو ټاکل شوې ده چې د خبرو دویم پړاو د مې پر ۱۳مه وشي.

د مې پر ۱۲مه، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو وویل چې حکومت غواړي د خبرو له لارې یو جوړجاړي ته ورسېږي.

په چمن کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۲۱مې د چمن او سپين بولدک تر مينځ د پاسپورټ او ويزې شرط عملي کېدو پرضد پرلت روان دی. همداراز دوی تور پورې کوي چې اېف سي ځواکونو په پرلتوالو په کړيو ډزو کې ۲ کسان وژلي او ۱۰ یې ژوبل کړي دي.

د مې ۱۲مې په ماښام د لانګو په مشرۍ د حکومتي پلاوي او د صادق اڅکزي په مشرۍ د پرلتوالو کمیټۍ د مشرانو ترمینځ خبرې وشوې. په حکومتي پلاوي کې د کورنیو چارو صوبایي سیکرتر، د صوبې د پولیسو مشر او د صوبایي اسمبلۍ سپيکر کېپټن عبدالخالق شامل دي.

لانګو وویل چې له پرلتوالو یې غوښتي دي چې د کوټې چمن لاره پرانيزي او د نورو غوښتنو لپاره به د مې له ۱۳مې خبرې پيلوي. بلخوا د پرلت مشران وایي چې حکومت ته یې خپلې غوښتنې تکرار کړي خو هغوی ورته مثبت ځواب نه ورکړی، البته دومره یې ورته ویلي دی چې دا غوښتنې به له وفاقي حکومت سره څېړي.

د چمن پرلت کله او ولې پیل شوی وو؟

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې د پاکستان حکومت وویل چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي.

د دې په غبرګون کې د اکتوبر پر ۲۱مه پرلت پیل شو چې زیاتره ګډونوال یې هغه پنډیان (لغړیان) دي چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلتوال وايي چې د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

دا هم وګورئ: چمن کې د امنيتي ځواکونو په مبينه ډزو کې يوشمېر پرلتوالو ته مرګژوبله اوښتې ده

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي. په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

حکومت وایي چې د قانوني سفري اسنادو لرلو شرط د امنیت ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

پر پرلتوالو ډزې:

د پرلتوالو په وینا، د مې پر څلورمه د اېف سي ځواک سرتېرو یې پر احتجاجي کيمپ بريد وکړ او په ډزو يې دوه پرلتوال ووژل او تر ۱۰ زيات يې ژوبل کړل.

بلخوا د سرحدي ځواک (اېف سي) وياند مشال راډيو ته ويلي چې دا یې پرضد دسيسه ده او ادعا يې کړې چې پرلتوالو خپله ډزې کړې دي خو د دې دعوې د تصديق لپاره يې کوم ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی.

پرلتوالو وروسته د یو وژل شوي کس مړی د چمن مرستیال کمشنر د دفتر مخې ته کښېښود او هلته یې هم پرلت پیل کړ خو یوه ورځ وروسته یې مړی ښخ کړ او احتجاج یې پراخ کړ.

هغوی له هغې ورځې راهیسې د چمن او کوټې ترمینځ لویه لاره تړلې ده او په چمن کې یې د پاسپورټ دفتر، د خبريالانو مرکز او د نيشنل بینک ودانۍ د احتجاج په توګه تړلې دي. هغوی وايي چې حکومت دې د ډزو کوونکو سرتېرو پرضد مقدمه درج کړي.

د بلوچستان حکومت لا د هغوی د غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي. د مې پر ۱۰مه د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) مظاهرو ته د شپږو ګوندونو د غړو او پلویانو ترڅنګ ولسي وګړي هم ورغلي ول.

د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ په نوم حکومت مخالفه شپږ ګونديزه اېتلاف د چمن، پښين، ژوب او قلعه سيف الله په ګډون د بلوچستان په يوشمېر سيمو د چمن پرلت په ملاتړ لاريونونه او احتجاجي غونډې کړې دي. د اېتلاف مشرانو د مې پر ۱۰مه د احتجاجي غونډو پر مهال د چمن پر پرلتوالو د اېف سي ځواک د سرتېرو د مبينه ډزو غندنه وکړه او زياته يې کړه چې د پرلتوالو غوښتنې دې ومنل شي.