ځانګړی راپور: بلوڅ وسله والې ډلې په بلوچستان کې د سکرو د کانونو له مالکانو باج اخلي

د پاکستان امنيتي ځواکونه او ځايي خلک د بلوچستان د سکرو د یو کان مخې ته ولاړ دي - انځور له ارشیفه.

د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د سکرو د کانونو مالکان وايي له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله واله ډله، بلوچ لېبرېشن ارمي ورڅخه په زور باج ( قلنګ) اخلي.

د دوی په وینا، که قلنګ ور نکړي نو هغه وسلواله ډله ورته مالي او ځاني زیانونه رسوي.

په کوټه او هرنايي‌ کې له ۱۹۶۰ز کاله د سکرو کاروبار لرونکی نواب خان دومړ وايي، له دوی سره بله لاره نشته، یا به دا کاروبار پرېږدي او یا به د بي اېل اې په نامه ډلې ته بته ورکوي. نوموړي وويل د دوی په ګډون په کوټه او هرنايي کې د کانونو ټول مالکان له کلونو راهیسې دا ناقانونه ټیکسونه ادا کوي.

دومړ زیاتوي: "دا درې څلور کاله مخکې خبره ده، ماته یې په ټلیفون دهړکې راکولې او بیا یې په میسج کې د کوټې پر جناح روډ په یوناټیټد بېنک کې یو اکاونټ را ولېږئ، هغه د ښځې پر نامه وو، بیا یې زما مشینونه را وسوځول، ما داسې کړي دي چې دا خپل کانونه مې بیا نورو وړو ټېکدارانو ته په ټېکه ورکړي دي او هغوی ورسره خبره کړې ده او اوس هم په باقاعده توګه پیسې ورکوي."

وسله والو د بانک اوکانټ راولېږه چې دلته پیسې جمع کړه. داسې حال دی چې څومره امدن راځي، هغه دوی وړي
دومړ

دومړ زیاته کړه چې بې ایل اې د بتې اخیستو لپاره بېلا بېل ګروپونه جوړ کړي دي او هر یو یې بېلې بېلې غوښتنې لري. له نوموړي مې وپوښتل چې دوی په کوټه او هرنايي کې د میاشتې څو روپۍ د باج په توګه ورکوي؟ هغه د کره شمېرې ویلو پر ځای وویل، شاوخوا ټوله امدني هم دا ډلې ورڅخه وړي."یو ګروپ را شروع شي لومړی د ټن پر سر ۱۰۰ روپۍ غواړي، بیا ۳۰۰ غواړي او بیا ۸۰۰ غواړي بیا زر غواړي. بیا بل ګروپ راشي هغه د الج (کان) پر سر د میاشتې یو لاک غواړي، درې غواړي او پینځه لاکه غواړي. بیا بل راشي هغه بیا وايي چې زه یې پر ټرک غواړم، پر لېبر یې غواړم. مطلب چې څومره امدن راځي هغه دوی وړي."

تر کوټې او هرنايي وروسته دوکۍ هغه پښتون مېشته ضلع ده چې د سکرو يا کویلې لویې ذخیرې پکې موجودې دي. د دې سیمې د کویلې کانونو مالکان وايي، بلوڅ وسلوالو د کوټې او هرنايي په څېر اوس دوی ته دهړکې ورکړې دي چې که کویله را باسي نو دوی ته به ټیکس ورکوي.

د سکرو یو کاروبار کوونکي سردار معصوم ترین مشال راډیو ته وویل، د مارچ میاشتې له پیله بلوڅ وسلوالو په دوکۍ کې د بتې اخیستو لپاره لاس اچولی دی. هغه وویل: "زما مشینري یې وسوځوله او بیا یې زما منشي ته پرچۍ ورکړې وه چې له موږ سره کښېني. مطلب موږ ته بته او پیسې راکړئ. د ایجنسیو د رپورټ مطابق په دوکۍ کې دا وخت د بي‌ ایل اې دوې ډلې حیربیار ګروپ او اچو ګروپ فعال دي او بتې غواړی."

د وسله والو د باج اخیستو طریقه

سردار معصوم ترین وویل، دواړو ډلو د کویلې په کانونو کې کارکوونکي مزدوران تښتولي وو، یوې پرېښي او بلې لا هم له ځان سره ساتلي دي.

د سکرو یو بل کاروباري سردار اکبر ناصر مشال راډیو ته وویل، د بلوڅ وسلوالو له خوا په دوکۍ کې د بتې اخیستو خبرې تشې اوازې نه دي بلکې هره ورځ دوی ګواښل کيږي چې که پیسې ورنکړي نو وبه یې وژني. "په خپله یې زموږ مزدوران وړي وو او بیا نمبرونه رالېږي. په یو غږیز پېغام کې یې ماته ویلي وو چې نهه لاکه پنجابي (پاکستاني) پوځ زموږ مقابله ونه کړای شوه تاسو به یې څه وکړئ، ما ورته وویل چې هغوی به یې نه کوي خو زه چې ژوندی وم، دلته دې نه‌ پرېږدم." د هغه په وينا دا د پاکستاني ریاست ذمه واري ده چې د ولس د ژوند او مال تحفظ وکړي.

دا هم وګورئ: ایا بلوڅ بېلتون غوښتونکي د ځواکمنېدو په حال کې دي؟

د بلوچستان لیبرېشن ارمي وسله والې ډلې د دریځ معلومولو لپاره مو ورسره پر ایمېل د رابطې هڅه وکړه خو پر یوه اونۍ تېرېدو وروسته مو لا هم له هغې خوا څه ځواب ترلاسه نه کړ. البته مشال راډیو بلوچستان لیبرېشن ارمي (بي اېل اې) ته منسوب هغه غږیز پېغامونه هم ترلاسه کړي چې د یادې ډلې د غړو له خوا د کویلې کانونو مالکانو ته لېږل شوي دي.

په دې مبینه غږیزو پېغامونو کې ویل شوي چې په بلوچستان صوبه کې موجودې ټولې شتمنۍ د دې صوبې د خلکو دي او دوی یې نورو صوبو او په ځانګړې توګه پنجاب ته نه پرېږدي. په دې پېغامونو کې راغلي چې دوی ترهګر نه دي بلکې د دوی په وینا، د بلوچستان د ازادۍ او پر وسایلو یې د اختیار لپاره مبارزه کوي.

د حکومت دريځ

په دې اړه مو د بلوچستان له اعلا وزیر سرفراز بګټي سره خبرې وکړې خو هغه وویل چې دی مصروف دی باید د کورنیو چارو له وزیر سره رابطه وکړو، خو د کورنیو چارو صوبايي وزیر ضیا لانګو هم په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.

البته د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند د بي‌ ایل اې له خوا د کویلې له مالکانو د بتې اخیستل کېدو په اړه ناخبري وښودله. هغه وویل، د سکرو کاروباریان باید هیڅ یوې ډلې ته پیسې ورنه کړي او د اړوند وزارتونو له چارواکو سره معلومات شریک کړي."دوی وايي له پنځو کالو بتې ورکوي، نو دوی چې له پنځو کالو په دوو سیمې کې پیسې ورکوي نو د دې له کبله دې ته لاره هواره شوې چې هغوی په دریمه سیمه کې هم د باج غوښتنې کوي. نو زما په خیال خو دوی باید له کورنیو چارو وزارت او د کانونو له وزارت سره خبره وکړي او چې صوبايي حکومت ته معلومات وشي نو حکومت به خامخا په دې اړه ګامونه پورته کوي."

بلوچستان لیبرېشن ارمي له تېرو دوو لسیزو په بلوچستان کې فعاله ده. دوی په لومړي ځل د ۲۰۰۰ کال د جولايي پر ۲۲مه په کوټه کې د هغې چاودنې ذمه واري منلې وه چې ۷ تنه پکې وژل شوي او ۲۵ نورپکې ټپي شوي‌ ول. دا ډله د ځينو نور بلوڅو بیلتونپالو وسله والو په څير، له پاکستانه د بلوچستان لپاره ازادي غواړي او پاکستانی پوځ قابض ځواک ګڼي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۶ او د امریکا حکومت په ۲۰۱۹ کال کې بلوچستان لیبرېشن ارمي ترهګره ډله ګرځولې وه. خو یاده ډله وايي چې دوی ترهګر نه دي بلکې د خپل وطن د ازادۍ لپاره جګړه کوي.