اياز خان وايي د خپلو سندرو له وجې د سوات پر خلکو ډېر ګران دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی اياز خان دی. نوموړي يوشمېر غزلونه، سندرې او ټپې ويلې دي. دی په سيمه کې ولسي پروګرامونو ته هم ځي او وخت په وخت نوې سندرې خپروي. اياز خان وايي، د سوات ولس د يو سندرغاړي په توګه منلی دی او ډېره مينه يې ورکړې ده. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.