د بشکیک پېښو ضد په اسلام اباد او کراچۍ کې احتجاجونه شوي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کرغزستان کې د پاکستاني زده کوونکو پر وړاندې د تشدد پېښو پر ضد د مې په ۱۸ مه په اسلام اباد کې د کرغزستان سفارت او په کراچۍ کې د پریس کلب مخې ته زده کوونکو احتجاجي مظاهرې کړې دي. مظاهره کوونکو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې په کرغزستان کې د پاکستاني زده کوونکو د خوندیتوب لپاره سمدستي ګامونه واخلي او له کرغز حکومته یې غوښتنه کړې چې د تشدد په پېښو کې ککړ کسان دې ونیسي او سزاګانې دې ورته ورکړي. ویډیویي رپورټ