ايران د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره د جون پر ۲۸مه انتخابات اعلان کړي دي

د مې پر ۲۰مه په جکارته کې د ايران د سفارت مخې ته خلګ د رييسي د عکس مخې ته ګلونه ږدي.

د ایران حکومت اعلان کړی دی چې د ولسمشر محمد ابراهيم رييسي له وژل کېدو وروسته به د روان کال د جون پر ۲۸مه د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات کوي.

دا له هغه وروسته ده چې د ايران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د مې پر ۲۰مه د رييسي مرستيال محمد مخبر د سرپرست ولسمشر په توګه وټاکه.

د ایران د اساسي قانون له مخې به مخبر ۵۰ ورځې د هغه هېواد چارې سمبالوي او وروسته به د نوي ولسمشر لپاره انتخابات کېږي.

په عین حال کې د ايران د بهرنیو چارو مرستيال وزیر علي باقري د هغه هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اعلان شوی دی.

د رييسي وژنه

د مې پر ۱۹مه د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځينې نور چارواکي د هیليکاپټر (چورلکې) نسکورېدو په پېښه کې ووژل شول او د مې پر ۲۰مه د هغوی مړي وموندل شول.

د ایران سرکاري ټېلېويژن ويلي چې الوتکه د خرابې هوا له امله د ختيځ اذربایجان صوبې په جلفا سيمه کې نسکوره شوې وه. ختيځ اذربایجان د ايران له ۳۱ صوبو څخه يوه ده.

ایراني چارواکي وایي چې ولسمشر رییسي د مې پر ۱۹مه د قیز قلعه سي بند د پرانیستې لپاره هلته تللی وو او د اذربایجان له ولسمشر الهام عليېف سره يې د اوبو د هغه بند ګډه پرانیسته وکړه.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ایرانیو ژغورنکيو د ولسمشر د هیلي کاپټر نسکورېدو په ځای کې مړي موندلي دي

له پرانيستې وروسته ولسمشر رييسي او عمله یې په څو هيليکاپټرونو کې تهران ته پر لاره ول، چې پېښه رامينځه ته شوه.

د ایران حکومت ویلي چې د رييسي چورلکه د درېیو چورلکو په کاروان کې شامله وه او هغه دوې نورې چورلکې په خوندیتوب په تبرېز کې ښکته شوې دي.

تسنیم خبري اژانس د پېښې د ساحې درې بُعدي ویډیو هم خپره کړې چې له مخې یې چورلکه پر یوه غرنۍ سیمه، چې په ځنګلونو پوښلې ده، لوېدلې ده.

ملي وير

ایت الله علی خامنه يي د هغې پېښې په غبرګون کې د پينځو ورځو لپاره په ټول هېواد کې وير (ماتم) اعلان کړی دی.

ایرانیو چاروکو دا هم ویلي دي چې د رییسي د جنازې رسمي مراسم به د مې پر ۲۲مه په سرښار تهران کې ترسره شي. خو تر هغه وړاندې نن (د مې پر ۲۱مه) د ايران په ځينو ښارونو کې د جنازې لمونځونه شوي دي.

دا هم وګورئ: د ايران وژل شوي ولسمشر او بهرنیو چارو وزير څوک ول؟

توندلاری سیاستوال ۶۳ کلن ابراهیم رییسي په ۲۰۱۷ز کال کې د حسن روحاني پر وړاندې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ماتې خوړلې وه، خو په ۲۰۲۱ز کال کې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو د رییسي او د نورو چارواکو پر مړينه خپګان ښوولی دی.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د هغې پېښې په غبرګون کې د مې پر ۲۱مه د ملي وير لمانځلو اعلان کړی دی.

نوموړي د مې پر ۲۰مه پر اېکس پاڼه د دې اعلان تر څنګ ويلي چې له ايرانیانو سره به په دې غم کې د پاکستان بیرغ نیمه ځوړند وي.

شهباز شریف د مې پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د ایران سفارت ته هم ولاړ او له ايراني سفير سره یې خپله خواخوږي شريکه کړه.