د عراق نايي له ويښتانو انځورونه جوړوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عراق په سرښار بغداد کې یو نايي د خلکو له پرې شوو ویښتانو څخه انځورونه جوړوي. دا نايي حسېن فلح نومېږي او وايي چې له دې کار سره ورته د ويښتو بېلا بېل ډولونه معلوم شوي دي. نوموړی غواړي چې د خپلو انځورونو نندارتون وکړي خو د هغې لپاره پوره وسایل نه لري. انیسې اجمل په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی.