د بلوچستان کابینې په صوبه کې د ماشوموالي د ودونو د مخنیوي لپاره د قانوني مسودې منظوري ورکړې ده.
د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند د مې پر ۲۲مه په کوټه کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې د کم عمرۍ ودونو د مخنیوي لپاره د قانوني مسودې منظوري د مې پر ۲۱مه د کابینې په غونډه کې ورکړل شوه.
هغه زیاته کړه چې په مسوده کې لیکل شوي دي چې له ۱۸ کلونو څخه په کم عمر کې د هلک یا نجلۍ د ودولو په صورت کې به کورنۍ ته د بند او جرمانې سزاګانې ورکول کېږي، البته نوموړي په دې اړه نور تفصيل ور نه کړ.
دا هم وګورئ: کارپوهان: پاکستان کې د مذهبي لږکیو کم عمره نجونه د جبري ودونو له خطر سره مخامخې ديد صوبې د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو د کابینې دا اقدام ستایلی دی او ويلي يې دي چې باید قانوني مسوده ژر تر ژره له اسمبلۍ څخه منظوره شي چې په رسمي توګه د قانون بڼه واخلي.
د اکتوبر ۱۱مه د ماشومانو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان یونیسېف ویلي ول چې په نړۍ کې به په راتلونکې لسیزه کې ۱۰۰ مېلیونه نجونه د کم عمرۍ ودونو له خطر سره مخامخ وي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۰۰ مېلیونه نجونه تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي.